تېرو ۲۴ساعتونو کې له زرو زیات کسان هېواد کې له کرونا رغیدلي


د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره، د هېواد په کچه د کرونا ويروس ۲۵۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي. په دغه موده کې ۳۲ تنه د کوېډ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي او ۱۰۰۲ تنه بېرته رغېدلي.

په هېواد کې د کروناويروس د مجموعي مثبتو پېښو شمېر ۳۴۹۹۴ ته ورسېد.

  • 25 چنګاښ 1399